7 هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو.
زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو، ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.
زما په زوره زبيرګو په وجه، تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.
اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.
د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.
د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“
حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.
د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کلنى نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله.