Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 1:6
8 Iomraidhean Croise  

خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“


نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.


هغوئ د بې‌اولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى.


يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.


د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى.


خو هغې خپل پلار ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره دا يو کار وکړه، دوه مياشتې ما يواځې پرېږده، چې زۀ د خپلو ملګرو سره د غرونو په علاقه کښې سرګردانه وګرځم او ماتم وکړم ځکه چې زۀ په پېغلتوب کښې مړه کېږم.“


هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو.


حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan