3 القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.
او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.
زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.
هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى.
په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک عبادت له راځى.
د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،
کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.
تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.
بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيتايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيتايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے.
هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه.
يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.
د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.
د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کلنى نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله.
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.
ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.