خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل.