Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 1:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 1:23
12 Iomraidhean Croise  

نو مالِکه خُدايه پاکه، تۀ خپله وعده پوره کوه، کومه وعده چې تا زما او زما د اولاد په حقله کړې ده او چې تا څۀ فرمائيلى دى هم هغه وکړه.


په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“


تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم، ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.


زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.


خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده.


افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.


کله چې عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښې يوې ښځې چغې کړې، ”بختوره ده هغه مور چې تۀ يې زيږولے يې او تا له يې پئ درکړى دى.“


عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“


ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”راځئ چې لاندې لاړ شُو او په فلستيانو باندې د شپې حمله وکړُو، د سحر پورې به يې لوټ کړُو او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدو.“ هغوئ ورته ووئيل، ”څۀ چې تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغسې وکړه.“ خو اِمام ووئيل، ”راځئ چې اول د خُدائ پاک نه تپوس وکړُو.“


نو ساؤل هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول هلته ودرېږئ، زۀ او يونتن به دلته ودرېږو.“ هغوئ جواب ورکړو، ”څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan