د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“