Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 1:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 1:18
11 Iomraidhean Croise  

زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“


کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“


عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“


عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“


مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.


نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.


تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.


خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.


روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“


يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan