13 هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى.
څوک چې ما پېژنى زۀ به په هغوئ کښې مِصر او بابل وشمېرم. فلستيه او صور او هم ايتهوپيا. زۀ به دا وايم چې، ”دا هم په صيون کښې پېدا شوى دى.“
کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله.
بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.
د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.
د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو.
اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،
او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى.
دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى،
ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى.
او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“
بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.