Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 5:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 5:12
24 Iomraidhean Croise  

کله چې پطروس هغه وليدو نو د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو، ”مالِکه، د هغۀ اَنجام به څۀ وى؟“


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.


خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.


د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.


نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.


ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى.


زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.


لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکښې په لنډه توګه وليکل دا هغه راز دے چې خُدائ پاک په خپله د الهام په وسيله ما ته وښودلو.


نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى.


تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى.


تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے.


هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى.


د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى.


د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے،


اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.


نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.


تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.


په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه.


هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.


د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده.


زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan