9 د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ.
چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“
د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.
ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.
تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.
هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى.
خو ما ستا د مرضۍ نه بغېر داسې يو کار کول ونۀ غوښتل، ځکه چې ستا نېک کار ستا په مرضۍ دے او د زبردستۍ په وجه نۀ دے.
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.
د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بېپرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.
اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.