4 هغوئ په دې حېران دى چې تاسو نور د هغوئ سره په هغه خرابه ګندګۍ کښې ملګرتيا نۀ کوئ نو ځکه تاسو ته بدرد وائى.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى.
لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو،
خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو.
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“
راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.
په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.
خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بېضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى.
او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“
خو دا خلق هغه څيزونو ته بدرد وائى کوم چې دوئ نۀ پېژنى، او چې په کومو څيزونو دوئ په طبعى توګه لکه د بېشعوره ځناورو پوهيږى، نو په هم دې هغوئ خپل ځان تباه کوى.