16 اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.
د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.
خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بېعزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.
يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.
کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.
اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“
خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ.
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.
کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.
نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.