Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 4:15
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غلام په توګه خرڅولے شى. چې کوم ځناور يې پټ کړى وى، کۀ هغه غوا، خر او يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندے وموندے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى او د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذمه وار وى.


تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى.


په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.


خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى.


او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بې‌کاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بې‌کاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.


د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.


خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ.


نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan