Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 4:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 4:11
47 Iomraidhean Croise  

ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے. مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“


د هغۀ معجزې څومره لوئ دى، او د هغۀ عجائبات څومره طاقتور دى. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.


کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله.


موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.


ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.


د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.


د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.


په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے.


ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى.


ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.


ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.


نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.


او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بې‌شانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى،


خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.


او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.


آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.


او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.


او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.


ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.


بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.


اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.


دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.


خو تۀ هغه تعليم ورکوه کوم چې د صحيح عقيدې په مطابق وى،


په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى.


خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.


نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.


اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.


کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده.


په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.


اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.


د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.


د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan