6 لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.
نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“
نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“
ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟
خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.
د سحر په رڼا کښې هغه ښځه راغله او د هغه بوډا سړى د کور په دروازه کښې وغورزېدله، چرته يې چې خاوند وو. د نمر راختلو پورې هغه هلته وه.