زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.