8 او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.
ولې تا ته پته نۀ وه چې ما د دې هر څۀ منصوبه ډېره د مخکښې نه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.
بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.