Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 2:6
27 Iomraidhean Croise  

خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے.


څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.


يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.


نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“


څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بې‌عزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.


يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بې‌عزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.


خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.


د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.


”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى.


ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو.


خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟


او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“


او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“


او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.


نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“


ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو.


نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.


هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى،


نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے.


او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.


خو د هر څۀ نه اول تاسو ته په دې خبره پوهېدل په کار دى چې د کِتاب مقدس يوه پېشګوئې هم د نبى خپل سوچ نۀ دے.


او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan