20 ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے،
بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،
کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بېدينه هم کوى.
بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.
کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ځکه چې ګناه ګار هم د هغه چا سره مينه کوى څوک چې د هغوئ سره مينه کوى.
په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بېکوره يُو،
دا ښۀ خبره ده چې په نېک کار کښې هر وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى، نۀ صرف هغه وخت چې کله زۀ تاسو سره موجود يم.
او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى.
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے.
خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ.
نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى.