16 تاسو آزاد يئ او آزاد ژوند تېروئ، خپله آزادى د بدۍ کولو پړده مۀ جوړَوئ بلکې د خُدائ پاک د غلامانو په شان ژوند تېروئ.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
کۀ زۀ راغلے نۀ وے او دوئ ته مې وئيلے نۀ وے نو دوئ به مجرم نۀ وُو، خو اوس د هغوئ سره د خپلې ګناه څۀ بهانه نشته.
اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے.
مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.
تل د هغوئ د خوشحالولو کوشش کوئ، نۀ صرف په هغه وخت کله چې هغوئ تاسو ته ګورى، بلکې د مسيح د غلامانو په توګه د زړۀ د اخلاصه د خُدائ پاک رضا پوره کوئ.
ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ.
ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.
خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.
نو څۀ چې تاسو وايئ او څۀ کوئ خو دا خبره ياده ساتئ چې ستاسو به په هم هغه شريعت اِنصاف کيږى کوم چې تاسو له آزادى درکوى.
هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.
ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بېدينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.