13 د مالِک دپاره د بنى آدم د هر يو اِنتظام تابع اوسئ، لکه د بادشاه چې هغه د ټولو نه لوئ دے،
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،
کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ او څۀ چې د خُدائ پاک وى هغه خُدائ پاک له ورکړئ.“ هغوئ د دۀ په خبرو حق حېران شول.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ښۀ ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ او خُدائ پاک له خپل.“
د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ.
ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.
د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.
خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.