11 خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.
”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“
يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“
مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.
زۀ په دې زمکه مسافر يم، ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.
ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.
بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.
تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده.
ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.
نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ
نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
ګرانو دوستانو، اګر چې مونږ ستاسو په حقله داسې خبرې کوُو خو مونږ په دې باور نۀ يُو چې دا به ستاسو په حقله وى. مونږ په دې خبره مطمئن يُو چې د خلاصون نه به ښۀ مېوه تاسو ته مِلاو شى.
ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟
د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى،
او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.
نو چې تاسو خپل نور پاتې دُنياوى ژوند په انسانى خواهشونو تېر نۀ کړئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق يې تېر کړئ.
ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم.