اول پطروس 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.