24 ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى
د هغه ځائ خلق کمزورى وُو، هغوئ يرېدلى او شرمېدلى وُو. هغوئ په پټى کښې د بوټو په شان وُو يا لکه چې په چت باندې واښۀ شوى وى چې د نمرخاتۀ ګرمې هوا وهلى وى.
د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو، ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.
د انسان ژوند د واښو په شان دے، لکه د مېدان د ګل په شان غوړيږى.
هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى، کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى.
ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،
بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.
دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.