Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 1:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 1:15
32 Iomraidhean Croise  

هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.


هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“


تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“


مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى.


نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.


صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.


زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.


خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.


تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.


هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه.


خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.


زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بې‌فائدې نۀ شى.


دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.


ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.


په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.


د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.


او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.


د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې


دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“


هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan