Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول پطروس 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول پطروس 1:1
34 Iomraidhean Croise  

نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.


مونږ تا د ګډو په شان حلالېدو ته پرېښودو، او د قومونو په مينځ کښې دې تس نس کړُو.


خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا،


کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى.


عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.


نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟


او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.


نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چې، ”دے چرته تلل غواړى چې مونږ به يې بيا نۀ شُو موندے؟ ولې دے غواړى چې د يونان هغه ښارونو ته لاړ شى چې په کښې زمونږ خلق اوسيږى، او يونانيانو ته تعليم ورکړى؟


هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو.


هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.


تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.


د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.


خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو.


د آسيه جماعتونه درته سلامونه وائى، اکوله او پرسکله د هغې جماعت سره چې د هغوئ په کور کښې دے تاسو ته په مالِک کښې د مينې ډک سلامونه کوى.


اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو.


زۀ او ما سره موجود ايمانداران وروڼه د ګلتيانو ټولو جماعتونو ته سلام وايو،


نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بې‌خُدايه ژوند کولو.


نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.


مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.


څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول.


هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.


د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.


خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.


د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے.


هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan