Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو خلق به وائى چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے وو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نور خُدايان راټينګ کړل او د هغوئ عبادت او خِدمت يې وکړو. نو دا ځکه مالِک خُدائ ورباندې دا تباهى راوستې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:9
19 Iomraidhean Croise  

الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.


هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.


نو خلق به په جواب کښې وائى چې، دا ځکه وشول چې هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پرېښودو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نورو معبودانو ته ورواوړېدل او د هغوئ عبادت يې وکړو. نو ځکه مالِک خُدائ په هغوئ باندې دا مصيبت راوستلو.“


ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو کله چې د ډېرو قومونو خلق په دې ښار باندې تېريږى نو بيا به د يو بل نه دا تپوس کوى چې، مالِک خُدائ ولې د دې لوئ ښار سره داسې سلوک وکړو؟


دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“


اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“


هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.


هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“


پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan