8 دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.
نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.
دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟
نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.