Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:7
38 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.


هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو.


هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو.


نو بيا به زۀ تاسو د هغه مُلک نه لرې کړم چې ما درکړے دے او زۀ به دا کور پرېږدم چې ما دا ځائ د دې دپاره مخصوص کړے دے چرته به چې زما عبادت کيږى. نو ټول قومونه به په دې پورې خندا کوى او سپکاوے به يې کوى.


تا مونږ نه په قومونو کښې د دوئ د ټوقو ګوډاګى جوړ کړل، او دوئ مونږ پورې خپل سرونه د نفرت په وجه خوځول.


زۀ ټوله ورځ بې‌عزته کېږم، او په مخ مې شرم راخور شوے زۀ شرمېږم.


کله چې زۀ د ټاټ جامې واچوم نو دوئ په ما پورې خندا کوى.


زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،


زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بې‌عزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بې‌عزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.


هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.


يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.


نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.


بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.


په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan