اول بادشاهان 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 خو کۀ تا يا ستا اولاد زما تابعدارى پرېښوده، چې ما کوم قانون او حُکمونه درکړى دى، د هغې نافرمانى مو وکړه او د نورو خُدايانو عبادت مو وکړو، Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.