5 نو زۀ به خپله هغه وعده پوره کړم چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې ستا د اولاد نه به همېشه يو کس د بنى اِسرائيل په تخت ناست وى.
کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.
تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“
کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى.
”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده.
هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل،
او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.