Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او کۀ تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:4
31 Iomraidhean Croise  

ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.


اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“


ما د مالِک خُدائ قانون منلے دے، زۀ د خُدائ پاک نه نۀ يم اوړېدلے.


کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.


او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.


نو سليمان هغه څۀ وکړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو او هغۀ د مالِک خُدائ پوره تابعدارى نۀ کوله، لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد کړې وه.


د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل.


مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.


او کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اوږد عُمر درکړم.“


سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.


سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے.


”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده.


او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله.


”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.


هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول.


زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.


بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.


هغه څوک چې وى بې‌عېبه او ښۀ کارونه کوى، او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.


اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.


خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم، په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.


او داؤد په پوره زړۀ سره د دوئ شپونتوب وکړو، او په عقلمندۍ سره يې د هغوئ لارښودنه وکړه.


نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى.


صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.


د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.


هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.


دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.


کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan