Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 سليمان به په کال کښې درې ځل سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې په هغه قربان‌ګاه پېش کولې چې کومه يې مالِک خُدائ ته جوړه کړې وه. هغۀ مالِک خُدائ ته خوشبوئى هم سوزوله. او داسې هغۀ د مالِک خُدائ کور جوړول پوره کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:25
14 Iomraidhean Croise  

نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.


په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو.


د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.


زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“


هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“


په هغه وخت کښې د سليمان ټول کارونه پوره شول. د مالِک خُدائ د کور د بنياد نه واخله تر سر ته رسولو پورې د هغۀ ټول کارونه په صحيح طريقې سره سر ته ورسېدل.


هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.


په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک عبادت له راځى.


ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،


چې ښځې به هر کال څلور ورځې تلې چې د جِلعاد د اِفتاح د لور دپاره ماتم وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan