Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د مِصر بادشاه فِرعون په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړے وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:16
5 Iomraidhean Croise  

سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو.


د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو.


سليمان په غرۀ باندې پټى د هغې نه پس جوړ کړل چې د هغۀ ښځه د مِصر د بادشاه فِرعون لور، د داؤد د ښار نه هغه محل ته تلې وه چې د هغې دپاره يې جوړ کړے وو.


د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan