12 حيرام بادشاه د هغه ښارونو ليدو له لاړو کوم چې سليمان ورکړى وُو، خو د هغۀ خوښ نۀ شول.
د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.
نو هغۀ سليمان ته ووئيل، ”زما وروره، دا څۀ رنګه ښارونه دى چې تا ما له راکړى دى؟“ نو په دې وجه تر اوسه پورې د هغه ځائ نوم کابول دے.
بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“
خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“