Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:11
9 Iomraidhean Croise  

د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل.


حيرام بادشاه د هغه ښارونو ليدو له لاړو کوم چې سليمان ورکړى وُو، خو د هغۀ خوښ نۀ شول.


حيرام سليمان له د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر لېږلى وُو.


د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“


هغۀ هغه ښارونه هم بيا جوړ کړل چې حيرام بادشاه ورکړى وُو او بنى اِسرائيليان يې ورولېږل چې په هغې کښې اوسيږى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.


نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan