Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:10
9 Iomraidhean Croise  

سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو.


د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو.


په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل،


د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.


هغوئ مونږ له جواب راکړو چې مونږ د آسمان او زمکې د خُدائ پاک خِدمتګار يُو او مونږ هغه کور بيا جوړوُو کوم چې په اصل کښې ډېره موده مخکښې د بنى اِسرائيلو يو تکړه بادشاه جوړ کړے وو او سر ته يې رسولے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan