Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 9:1
18 Iomraidhean Croise  

سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو.


د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو.


سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل.


هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


په اتمه ورځ سليمان خلق رُخصت کړل. هغوئ ټولو د هغۀ صِفت کولو او د هغه ټولو برکتونو په وجه خوشحاله کورونو ته لاړل چې کوم برکتونه مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى داؤد او د هغۀ خلقو بنى اِسرائيلو له ورکړى وُو.


د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل.


د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.


د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل.


کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور او محل او د دې دپاره ټولې منصوبې مکملې کړې،


سليمان په خپل محل او د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې شل کاله ولګول.


د بعلات ښار، هغه ټول ښارونه چې د سامان ګودامونه وُو او هغه ښارونه چرته چې د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ ودرېدلې. هغۀ د يروشلم، لبنان او د هغه ټولې علاقې چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې وې، نو چې کوم آبادول غوښتل هغه يې سر ته ورسول او بادشاهى يې کوله.


ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وُو. ما د خپل ځان نه د يوې خوشحالۍ اِنکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو.


ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل.


څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بې‌معنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan