7 د وزرو والا مخلوق وزر د صندوق او د دې د وړلو بازوګانو دپاسه خوارۀ وُو.
دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل.
بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.
بازوګان دومره اوږدۀ وُو چې هغه خلقو ته ښکارېدل څوک چې زيات مقدس ځائ ته مخامخ ولاړ وو، خو د بهر نه نۀ ښکارېدل. (هغه بازوګان تر نن ورځې پورې هلته دى.)
د وزرو والا مخلوق دې د لوظ صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وى او د هغوئ خورې وزرې دې د صندوق د کفارې تخت پټ کړى او مخونه به يې لاندې وى.
د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.
هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.
د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.