6 بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.
هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.
او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.
دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې.
د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو.
دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل.
کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو
او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.
د وزرو والا مخلوق وزر د صندوق او د دې د وړلو بازوګانو دپاسه خوارۀ وُو.
نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“
بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
د اِفرائيم، بنيامين او د منسى په وړاندې خپل قدرت دې څرګند کړه. او زمونږ د خلاصون دپاره راشه.
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو.
”اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ستا تخت د وزرو والا مخلوق دپاسه دے، يواځې تۀ هغه خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو حکومت کوى. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.
د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.
او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.