Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:57 - Pakistani Yousafzai Pashto

57 مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې زمونږ مل وى، لکه څنګه چې هغه زمونږ د پلار نيکۀ مل وو، هغه دې زمونږ نه هيڅکله نۀ ځى او نۀ دې مونږ پرېږدى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:57
17 Iomraidhean Croise  

او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.


”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.


تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“


مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“


مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan