52 مالِکه خُدايه، تۀ په بنى اِسرائيلو او ستا خِدمت کوونکى باندې همېشه د رحم نظر کوه او چې کله هم هغوئ تا ته د مدد چغه وهى نو د هغوئ سوال اوره.
خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.
تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“
نو اے زما خُدايه پاکه، مونږ ته وګوره او هغه دُعاګانې قبولې کړه چې په دې ځائ کښې شوې دى.
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.