51 هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو.
تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“
نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې، چرته چې اوسېږې په هغوئ مهربان شه او د خپلو خلقو ټول ګناهونه معاف کوه.
مالِکه خُدايه، دا ستا خِدمتګاران او ستا خپل خلق دى. تا هغوئ د خپل لوئ طاقت او قوت سره په بيعه آزاد کړل.
بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه، شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.
ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.
مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.
دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.
خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“
نو بيا نبوکدنضر د اور د بټۍ خولې ته نزدې ورغلو او آواز يې ورکړو، ”شدرک، ميشک او عبدنجو، د خُدائ تعالىٰ خِدمتګارانو، بهر راوځئ. دلته راشئ.“ نو شدرک، ميشک او عبدنجو د اور نه بهر راووتل.
خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.
خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.