اول بادشاهان 8:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټول قوم د لوظ صندوق په وړاندې راغونډ شول او په دومره لوئ شمېر کښې ګډې او څاروى يې قربانى کړل چې د شمېر نه بهر وُو. Faic an caibideil |
يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيتايل کښې يې په قربانګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيتايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې.