Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:47
23 Iomraidhean Croise  

کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى، چې کله هغوئ تا ته راوګرځى او بيا په تا توکل وکړى او په دې کور کښې تا ته سوال وکړى،


نو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هلته په هغه مُلک کښې هغوئ توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې مونږ ډېر ګناهګار او بدعمله يو، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.


ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ ودرېدل او د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو.


مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو، مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.


نو تۀ به خپل هغه بد عملونه راياد کړې کوم چې تا کړى دى او په هغې به شرمنده شې کله چې تۀ خپلې مشرې او کشرې خوېندې سره مِلاو شې. زۀ به تا ته هغوئ لکه د لوڼو په شان درکړم خو په دې بنياد نۀ چې تا په لوظ عمل کړے دے.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ.


اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan