Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 کله چې تۀ خپلو خلقو له د تلو حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ وکړى او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې دې ښار ته چې تا خوښ کړے دے او چې دې کور ته يې مخ وى چې ستا د عبادت دپاره ما جوړ کړے دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:44
26 Iomraidhean Croise  

داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“


داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.


د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“


نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه.


نو کله چې هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيل بادشاه وو او هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره ورغلل. خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه بچ کړو او د هغۀ نه يې حمله بل خوا کړه.


بيا يهوسفط د مالِک خُدائ د کور د نوى دربار په مخکښې د يهوداه او يروشلم خلقو په مينځ کښې ودرېدو.


حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.


کله چې تۀ خپلو خلقو له حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې هغوئ چرته هم وى او مخ يې دې ښار ته وى کوم چې تا خوښ کړے دے او دې کور ته يې مخ وى کوم چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،


خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول.


يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.


بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“


او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې.


اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“


داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan