Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:43
19 Iomraidhean Croise  

د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.


نو د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے او بل يو خُدائ هم نشته.


نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“


د مالِک خُدائ شکريه ادا کړئ، د هغۀ د لويئ اِعلان وکړئ، قومونو ته ووايئ چې هغۀ څۀ کړى دى.


نو تۀ د هغوئ سوال اوره. چرته چې تۀ اوسېږې، د هغوئ سوال اوره او هغه څۀ کوه چې دوئ يې غواړى، نو چې داسې د ټولې دُنيا خلق دې وپېژنى او ستا د خلقو بنى اِسرائيلو په شان ستا نه ويريږى. بيا به هغوئ ته پته ولګى چې ما دا کوم کور جوړ کړے دے په دې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى، او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.


ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.


د خپل تخت نه هغه کتل کوى ټول خلق وينى کوم چې په زمکه اوسېدل کوى.


او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.


اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.


په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.


هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړېدلو لکه څنګه چې هغۀ بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړېدلى نۀ وُو،


او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan