Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41-42 نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:41
23 Iomraidhean Croise  

نو ستا خلق به ټول عُمر ستا تابعدارى کوى چې په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے.


د پردى مُلک هغه خلق چې په لرې مُلک کښې اوسيږى چې هغوئ دا واورى چې تۀ څومره لوئ او طاقتور يې او د کار کولو دپاره تۀ همېشه څومره تيار يې او چې کله هغوئ د دُعا دپاره دې کور ته راشى،


نو په دغه وخت کښې به دوئ يروشلم ته د ”مالِک خُدائ تخت“ ووائى، او ټول قومونه به په يروشلم کښې راټول شى او د مالِک خُدائ نوم له به عزت ورکړى. او دوئ به نور د خپل سرکشه او شريره زړونو پيروى نۀ کوى.


ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى.


دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى.


د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې،


بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“


يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو.


خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې درنه ايساره شم. چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى.


بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan