4 او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.
داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.
يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.
دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.
هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.