Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول بادشاهان 8:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 نو، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ دې رښتيا شى چې د څۀ وعده تا د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما د پلار داؤد سره کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول بادشاهان 8:26
14 Iomraidhean Croise  

او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. پاس په آسمان کښې او لاندې په زمکه ستا په شان خُدائ نشته، د خپلو خلقو سره ستا لوظ پوره کړه څوک چې د زړۀ د اخلاصه ستا تابعدارى کوى او هغوئ ته خپله مينه وښايه.


خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، تا چې زما او زما د اولاد په حقله کومې وعدې کړې دى هغه د همېشه دپاره پوره کړه او هغه څۀ وکړه چې تا د څۀ په حقله فرمائيلى دى.


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه، هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.


خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.


مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.


او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.


کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.


زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.


نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“


عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan